معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي ټولنې له افغان کډوالو سره ۱۵میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغان کډوالو سره ۱۵میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اروپایي ټولنې افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره څه باندې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي دي.
یادې ټولنې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د کډوالۍ د نړیوال سازمان سره به په ګډه ډاډ تر لاسه کوي، چې کډوال په خوندي توګه راستنیږي او خپلو مېنو ته له رسېدو سره سم له اړینو خدمتونو نه بې برخې کیږي.
دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی دی.
پاکستان له ناقانونه کډوالو غوښتي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې ووځي.
نن هم د سپین بولدک له لارې نږدې ۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس