معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ازبک لوري د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې کړي

افغان او ازبک لوري د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستيال انجنیر عبدالباري صدیقي، د ازبکستان اوسپنې پټلۍ له لومړي مرستيال حکمت الله رحمتوف سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې کتلي دي.
د راپور پر بنسټ دې کتنه کې، په ریلي موضوعاتو او افغان-ټرانس پروژې په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستيال ویلي، خصوصي سکټور او سوداګر تل غوښتنه کوي چې ازبکستان دې پر ټرانزیټي توکو تعرفه کمه کړي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي. د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ لومړي مرستيال هم، په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ازبک پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشېد خواجه‌یوف په مشرۍ پرون کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د سرپرست حکومت د بېلابېلو ادارو له چارواکو او مسوولينو سره، د سوداګرۍ د پراختيا، ټرانزیټي او نور مهمو مسايلو په اړه خبرې وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس