کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د وزیرستان په “کورمه ایجنسۍ” کې د شیعه او سنې ډلو ترمینځ د روانې جګړې له امله د وژلو شويو کسانو شمېر ۳۹ تنو ته رسېدلی دی.
رپوټونه وایي چې تېره چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۵مه د “بره کورمې” په بوشهرو سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتې پیل شوې چې لامل یې سم معلوم نه دی خو تر دې مخکې د نښتو لامل اکثر د ځمکو پر سر لانجې وي چې له کبله یې کله نا کله فرقه ییز او مذهبي تاوتریخوالی هم را مینځ ته کېږي.
د کوزې کورمې د “صدې” د پولیسو د مرکز يوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې د مړيو شمېر ځکه زيات شوی چې د اکتوبر پر ۲۹مه د “غوزګړې” سيمې په جګړه کې د دواړو خواو په ډزو کې نور کسان ووژل شوي دي.
د دغه پوليس چارواکي په خبره، که څه هم د اکتوبر په ۳۰مه د شپې ناوخته د برې او کوزې کورمې په يوشمېر سيمو کې جګړه شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نشته. ده البته زياته کړه چې په جګړه کې تراوسه د دواړو خواو لږ تر لږه ۷۰ کسان ټپي شوي هم دي.
بلخوا د سیمي یوه قومي مشر رسنیوته ویلي چې دا جګړه له اتو ورځو را روانه ده خو د دواړو اړخونو تر مینځ لا تر اوسه اوربند ندی شوی.
دغه قومي مشر رسنیو ته ویلي چې که اوربند ونه شي نو مالي او ځاني زیانونه به بيخي ډير شي.
د پولیسو په خبره نښتې په بوشارو، خوارکلي، بالشخېلو، سده، مرغۍ چینه، مسعود آباد، سنګینه، ابراهیم زیو، پيواړ او تري منګلو کې شوې دي خو زیاته مرګ ژوبله یې په کونج عليزیو او غوزګړۍ کې اړولې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/