معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هرو ۱۵ ورځو کې افغانستان سره ۸۰ ميليونه ډالره مرسته کیږي

هرو ۱۵ ورځو کې افغانستان سره ۸۰ ميليونه ډالره مرسته کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې اداره یا سیګار وایي، په هرو دوو اوونیو کې ملګري ملتونه افغانستان ته ۸۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته لېږدوي.
سيګار تېره ورځ په يوه راپور کې ويلي، دغه پیسې د افغانستان بانک او سرپرست حکومت ته نه دي ورکړل شوي، بلکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما ته ورکړل شوي، چې په دې هېواد کې پر بشري چارو لګول کیږي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې څخه تر د ۲۰۲۳ کال د جولای تر میاشتې پورې ملګرو ملتونو ۲،۹ میلیارد ډالره کابل ته لېږدولي او پر بشري چارو یې لګولي دي.
سیګار زياته کړې، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته امریکا د افغانانو تر ټولو لوی مرستندویه هېواد پاتې شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس