کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د یو شمېر چارواکو له قوله ویلي، چې تېره ورځ ناوخته یې پر ډیورنډ فرضي کرښې ځینې نور مرکزونه هم پرانیستل، چې پر مټ به یې له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د وېستلو بهیر ګړندی کړي.
په خېبر پښتونخوا کې د کمېشنر مرستیال عبدالناصر خان رویټرز خبري آژانس ته ویلي، پر تورخم دروازه چې ډېر کډوال ورڅخه افغانستان ته اوړي، د دغو مرکزونو شمېر درې برابره زیات شوی دی.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه نږدې ۳۰ زره کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د رویټرز د خبر له مخې د چمن له لارې بیا تر ۳۵زرو ډېر بې اسناده افغانان، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
تورخم کې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره جوړ شوي پنډغالي کې په زرګونه کورنۍ ځای شوي، چې کورنۍ او بهرنۍ موسسې د افغان حکومت سره په کډه ورته د خوراک – څښاک، انتقال او د نورو چوپړتیاوو پر برابرولو بوخت دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/