معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عدلیې وزارت تېره میاشت اتو ولایاتو کې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې

عدلیې وزارت تېره میاشت اتو ولایاتو کې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې عدلیې وزارت د هېواد په اتو ولایاتو کې تېره میاشت له غصب څخه د څه باندې ۶۸ زره جریبه دولتي ځمکې د خلاصولو خبر ورکوي.
دغه وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د هېواد په اتو ولايتونو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيكي ټیمونو د تېرې مياشتې په اوږدو کې کابو ٦٨ زره جریبه ځمکه تثبیت څخه وروسته بېرته راګرځولې او اړوندو ادارو ته يې تسليم کړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې چې د ځمکو د غصـب مخنيوي تخنیکي استازو د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې د يادې مياشتې په اوږدو کې کابو ١٣٦ زره جريبه ځمکه تثبيت کړې او کابو ۳۷۱ زره جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر څېړنې لاندې نيولې ده.
د دغه وزارت په وینا د وروستۍ مياشتې په اوږدو کې تر ټولو زياتې استرداد شوې ځمکې په مېدان وردګو، زابل او کندهار ولايتونو کې موقیعت لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس