کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو د همغږۍ ادارې ویلي، چې د روانې میاشتې تر دوهمې پورې په غزې تړانګه کې پر ۲۴۶ ښوونځيو بریدونه شوي دي.
د فلسطین د روغتیايي چارو وزیر په همدې ورځ ویلي، تر اوسه په غزه کې ۱۵۰ تنه طبي او روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ۱۶ روغتونونه او ۳۲ کلینیکونه د سون موادو د کمښت له امله اړ شوي، چې خپل کارونه وځنډوي.
د حماس مطبوعاتي دفتر ويلي، د اسراییلو په بريدونو کې ۴۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، له اسرایل څخه خپل سفیر وباسي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/