معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان به د ايکو په راتلونکي اقتصادي غونډه کې ګډون ونه کړي

افغانستان به د ايکو په راتلونکي اقتصادي غونډه کې ګډون ونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ازبکستان د ولسمشر د دفتر رییس ویلي، چې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو په راتلونکې سرمشریزه کې به افغانستان ګډون ونه کړي.
دې له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د ایکو په سرمشریزه کې د افغانستان د ګډون لپاره د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه او د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د حکومت رسمیت پېژندل په کار دي.
نوموړي زياته کړې، چې افغانستان د ایکو غړی هېواد دی، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلون له امله دا هېواد د ایکو په غونډو او فعالیتونو کې په موقتي ‌ډول برخه نه شي اخیستلی.
سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه د ازبکستاني چارواکي دې دریځ په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس