د پرځېدلی حکومت د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې ده ته رسېدلی نا تایید شوی راپورونه ښیی، چې پاکستان په پټ او غیر قانونی ډول افغانۍ چاپوی او بیا یې طالبانو ته په واک کې ورکوی.
صالح دا خبره پر خپله رسمی ټوټیر پاڼه لیکلې.
نوموړی وایی، په بازارونو کې د افغانیو د ارزښت د ټیټېدو یو ستر لامل د پاکستان لخوا د افغانیو چاپ او طالبانو ته د هغې سپارل دی.
ښاغلی صالح زیاتوی، چې که دغه کار وشی، په کمه موده کې به افغانۍ په بې ارزښته کاغذ واوړی.
هغه دا هم وایی، لرې نه ده چې دا جنایت تر سره شی.
گهیځ