د افغانستان بانک وایی، د دغه هیواد د بانکی نظام فعالیتونه به ډېر ژر عادی حالت ته ور وګرځی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو «ثبات» به وساتل شی.
د افغانستان بانک داسې مهال دا څرګندونې کوی چې په دې وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه تر ټولو ټیټی کچې ته رسېدلې ده.
یاد بانک نن دوشنبه د لړم په ۲۴مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې د پولی سیاست پلی کېدا ته ژمن دی او ټاکل شوې په دې برخه کې یو لړ چارې هم سر ته ورسوی.
د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د یادو هڅو په لړ کې به سبا سې شنبه اسعار لیلام کړی.
ورته مهال باختر دولتی خبری آژانس ویلی چې سبا به د افغانستان بانک ۱۰ میلیون ډالر په بازار کې وپلوری.
د افغانستان بانک د یاد کار موخه د اسعارو په بازار کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ثابت پاتې کېدل بللی دی.
د راپورونو له مخې په روانه اونۍ کې یو امریکایی ډالر په افغانستان کې له ۹۳ تر ۹۵ افغانیو پورې رسېدلی و.
گهیځ