فارن پالیسی مجلې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وﺯارت ځینې چارواکی وایی، چې څه کم ۱۴ ﺯره امریکایان لا تر اوسه په افغانستان کې بند پاتې دی.
د امریکا د کنګرې یوه مرستیال دغې مجلې سره په خبرو کې ویلی، چې د امریکا حکومت د امریکایی اتباعو د وتلو لړۍ ځنډولې او په دې پروسه کې پاتې راغلی دی.
د کابل په هوایی ډګر کې د تخیې پر مهال د رامنځ ته شوې ګډوډۍ له امله امریکا په دې بریالۍ نه شوه چې خپل امریکایان او د هغوى افغان همکاران په بشپړ ډول له افغانستانه وباسی. د امریکا د ولسمشر جوبایډن دا کار د امریکایی جمهوری غوښتونکو سناتورانو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.
گهیځ