معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د رسمي شمېرو له مخې غزه کې د وژل شویو اسـ.راییلي پوځیانو شمېر ۳۶۸ تنو ته ورسېد

د رسمي شمېرو له مخې غزه کې د وژل شویو اسـ.راییلي پوځیانو شمېر ۳۶۸ تنو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې غزه کې د اسراییلي اشغالګرو او حماس جنګیالیو ترمنځ روانه جګړه کې تر اوسه د ۳۶۸ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.
د اسراییلو د پلازمینې تل أبیب په ګډون ګڼو ښارونو توغندیز بریدونه روان دي.
عبراني رسنیو ویلي، چې ښایي د اسراییلي عسکرو د وژل شویو سرتېرو شمېر تر دې هم لوړ وي. د اسراییلي رسنیو په خبره تر ټولو پوځیانو ته یې تر ټولو درنه مرګ – ژوبله د غزې په شمال کې د مقاومتي ډلو سره په نښته کې اوښتې ده.
بل لور بیا د غزې چارواکو ویلي، چې د اسراییلي پوځ له لوري پر ولسي وګړو درنې بمبارۍ روانې دي، چې تر دا مهاله دغو بریدونو کې نږدې ۱۲ زره بې دفاع ولسي وګړي وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونه هڅه کوي چې پرمخ لاړ شي، خو د فلسطینیانو د سخت مقاومت له امله تر اوسه په دې نه دي توانیدلي، چې د غزې تړانګې مرکزي سیمو ته ننوځي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس