ايراني رسنيو په خپلو خبرونو کې ليکلي چې، نن د ایران پولیسو نظام الدین قیصاري د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې نیولی دی.
د پرځېدلي حکومت د سیمه ایزو وسله والو ملېشو قومندان او په ايران کې د افغان کډوالو خپلسرى استاﺯى، نظام الدين قيصارې، کډوالو ته د پېژندنې جعلي اسنادو د ورکړې، په خپل سر د ناقانونه دفترونو پرانستلو او له کډوالو د پیسو شکولو له امله نيول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې قيصاري دغه خبرونه ناسم بللي.