معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د افغان سوداګرو د بند پاتې اموالو د خوشې کولو پرېکړه کړې

پاکستان د افغان سوداګرو د بند پاتې اموالو د خوشې کولو پرېکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په اسلام آباد کې افغان سفارت ویلي، پاکستاني حکومت هوکړه کړې، چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند پاتې مالونه سملاسي پرېږدي.
سفارت زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکو یاده هوکړه د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې شوې ده.
د سرپرست حکومت چارواکي وايي، دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو او صنعت وزیرانو هم ګډون درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي تېره اونۍ ویلي وو، اسلام آباد په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر ۴ زرو ډېر کانتینرونه ایسار کړي دي.
نوموړي د پاکستان دا ګام د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ خلاف بللی و او زیاته کړې یې وه، چې د مالونو له ځنډېدو سره امکان شته، چې افغان سوداګر په میلیونونو اضافي مالیه پرې کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس