معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روغتیا سازمان افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې

د روغتیا سازمان افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تمه کیږي چې د پاکستان د حکومت د وروستي بې اسناده کډوالو د وېستلو پلان په پایله کې به شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي.
د راپورونو پر بنسټ، د دغو ګڼ شمېر کډوالو ستنېدل د نورو عواملو ترڅنګ، د عامې روغتیا د پام وړ اندېښنې را پارولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د ۷ لکو افغانانو ستنېدونکو ته د روغتیایي پاملرنې لپاره یې په یوه مفصل پلان کار کړی، چې دغو روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.
د روغتیا نړیوال سازمان همدا راز خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدماتو ته په ځانګړې توګه، د ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیایي خدماتو او د مېندوارۍ بېړنۍ پاملرنې په برخه کې د محدود لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته.
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د ننوتلو په لویو لارو ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې خپل ټیمونه هم ځای پر ځای کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس