معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل – کندهار پر لویه لار ۱۷ سوه ۵۶ پلونه او پلچکونه جوړیږي

د کابل – کندهار پر لویه لار ۱۷ سوه ۵۶ پلونه او پلچکونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار دمګړۍ د ۱۷ سوه ۵۶ پلونو او پلچکونو د جوړېدو چارې روانې دي.
د یاد وزارت سرپرست محمدعیسي ثاني دغه څرګندونې زابل کې د دوو پلونو د پرانېستې په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
نوموړي دغه غونډه کې زیاته کړې، چې د دې دوو پلونو څخه یو یې د ترکیې هېواد اړوند د “۷۷ په نوم کمپنۍ” له لوري په وړیا توګه جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړې چې دا مهال زابل کې د لسو پلونو د جوړېدو چارې روانې دي.
د یادې لویې لارې د باروړونکو موټر چلوونکي وايي، خوښ دي چې کلونه وروسته پر دې لویه لار ویجاړ شوي پلونه او پلچکونه جوړیږي.
د دوی په وینا، د دې پلونو او پلچکونو په جوړېدو سره به ټرانسپورټي برخه اسانتیاوې نورې هم زیاتې شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس