معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم دروازه په مشروط ډول د ترانزیټ پرمخ تړل شوې

تورخم دروازه په مشروط ډول د ترانزیټ پرمخ تړل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کميسار ویلي، چې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستاني مسوولينو لوري د ټرانزیټ پرمخ نن غرمه په داسې حال کې په مشروط ډول وتړله، چې له چلوونکو څخه يې د ويزې او پاسپورت غوښتنه کوله.
کميسار زیاته کړې، چې دوی هم ورته اقدام کړی او هغو پاکستاني موټر چلونکو ته اجازه نه ورکوي، چې ويزه او پاسپورت ونه لري.
تر دې وړاندې په دغه لاره له بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ لپاره د پاسپورت او ويزې غوښتنه نه کېدله، خو نن يوځل بيا د پاکستاني لوري په همدې بهانه لاره د ټرانزیټ پرمخ وتړله.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس