ناروې د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د نقدی مرستو په برابرولو سره دې په روانو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفلت ویلی، دوی له اړمنو افغانانو سره ۲۳ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او چمتو دی چې د راتلونکی ژمی تر را رسېدو مخکې یې دغه هېواد ته ورکړی. نوموړې ویلی چې دا نقدی مرسته به پر اړمنو افغانانو ووېشل شی څو راتلونکی سخت ژمی تر یوه بریده په اسانۍ تېر کړی.
هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې هم په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدی او ژر تر ژره دې له دغو جګړه ځپلو وګړو ته دې د مرستې لاس ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو بنسټونو په وار وار سږنی ژمی د افغانانو لپاره سخت اټکل کړی او وایی چې که مرسته ورسره ونشی، بشری ناورین به رامنځ ته شی.
گهیځ