معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېر کال په پرتله بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې کموالی راغلی

د تېر کال په پرتله بهر ته د وچې مېوې په صادراتو کې کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ۱۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې، په داسې حال کې چې تېر کال همدې موده کې د ۳۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې وه.

د راپور پر بنسټ، د وچې مېوې د صادراتو د پراختیا ادارې ويلي، د وچې مېوې د صادراتو زیاتېدو لپاره اړتیا ده، چې د هوايي دهلېزونو له لارې الوتنې زیاتې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان ډېره مېوه هند او اورپايي هېوادونو ته صادریږي.

د دوی په وینا هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس