هېواد کې سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلی، چې د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې سږ کال هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېر شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د دغه ریاست شمېرې ښیی، چې په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د هېواد په کچه شاوخوا  ۴.۳۵ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوی، چې ۳.۸۰ میلیونه مټریک ټنه یې اوبیز او ۵۴۸ زره مټریک ټنه یې للمی غنم دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې سږکال د هېواد په کچه د غنمو تر کښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمی په بڼه کرل شوې وه.  هلمند، کندهار، هرات او کندز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو د کرکیلی تر ټولو لویې سیمې لری.

یاد وزارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړی، د ټول هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.