کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایی، په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د HIV په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللی او یا کمې شوې دی.
دغه وزارت همدا راز زیاتوی، چې دوی په ټول هېواد کې د خدمتونو د پراخولو په لټه کې دی او ډېر پروګرامونه یې تر لاس لاندې دی، خو په دې برخه کې د اسانتیاوو او د تشخیصی وسایلو نشتوالی د یوې لویې ستونزې سره مخ کړی.
بل لور د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام ویلی، د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۲ زره کسان په اېډز اخته دی، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په نړۍ کې ۹.۲ میلیون خلک د HIV یا ایډز درملنې ته لاسرسی نه لری او هره ورځ شاوخوا ۱۷ سوه کسان له دې ناروغۍ ژوند بایلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ