تورخم دروازه یو وار بیا د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

 

تورخم دروازه یو وار بیا د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۵  نېټه):

دوهم تعقیب/ تورخم:

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسار مولوی عصمت الله یعقوب ویلی، چې پاکستان غوښتل تېره شپه ناوخته تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان لوری شل متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړی، چې دوی یې د جوړېدو مخه نیولې.

نوموړی زیاتوی، چې پاکستانی لوری په همدې پلمه یاده دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.

د کمیسار په خبره د ستونزې حل په موخه له پاکستانی چارواکو سره خبرو ته چمتو دی، څو ستونزه د خبرو له لارې حل کړی.

پاکستانی لوری لا تر دې دمه څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.