سرپرست حکومت وایی، د ټاپی پروژې د عملی چارو پیل ته چمتو دی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت چارواکی وایی، ټولې هغه ستونزې چې د ټاپی پروژې پر وړاندې خنډ بلل کېدې، حل شوی او افغانستان د یادې پروژې عملی کېدو ته بشپړ چمتوالی لری.

د سرپرست حکومت ویاند ویلی،  که څه هم په افغانستان کې د دغې پروژې پر وړاندې کوم خنډ نشته، خو بیا هم دا د څلورو هېوادونو ترمنځ پروژه ده چې باید ټول ورته چمتوالی ولری.

له دې سره هم مهاله د ترکمنستان د انرژۍ د نړیوالو پروژو مسوول مراد ارتیکوف په کابل کې د افغانستان د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې د ټاپی او په افغانستان کې د برېښنا د نورو پروژو د عملی کولو لپاره چمتو دی.

ټاپی پروژه د ګازو نل لیکه ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پرې پاکستان او هندوستان ته ګاز لېږدول کیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.