اروزګان کې ۲۲۰ تړلی ښوونځی بېرته پرانیستل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

د راپورونو له مخې د یونېسف مسوولینو ویلی، چې د تېرو ۱۱ میاشتو پر مهال یې اروزګان کې ۲۲۰ تړلی ښوونځی بېرته پرانېستی دی.

د راپور پر بنسټ، ۴۵ زره ماشومانو ته په‌ دغه ښوونځیو کې د زده‌ کړو زمینه برابره شوې ده.

سوېل کې د یونېسف ادارې د پوهنې برخې مسوول زیاته کړې، چې دغه اداره په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځی چې د کلونو راهیسې تړلی وو، بېرته پرانېستلې دی.

نوموړی دغه څرګندونې د یونېسف د څارنې او ارزونې برخې مسوول “سلویستر بفو” او نورو چارواکو دغه څرګندونې اروزګان کې د سویل‌ لوېدیځ زون په کچه د کلنی فعالیتونو د ارزونې او پایلو د وړاندې کولو پرمهال کړې دی.

د یونیسف د څارنې او ارزونې  برخې مسوول په دې غونډه کې ویلی، چې دا مهال یې په سویل زون کې ۲ زره ۲۵۵ محلی ټولګیو کې ۷۶۵۰۵ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، چې ورسره یې ۵۶ ښوونځیو ته احاطوی دېوالونه هم جوړ کړې دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.