کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې د کانونو په برخه کې پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د کانونو وزارت ویاند ويلي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ راهیسې ترکمنستان، ایران، ترکیې، چین، برېټانیا او قطر د سرو زرو، سرب، جست او اوسپنې په کانونو کې اووه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
له دې سره سم د کانونو او صنایعو خونه بیا په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا مهمه بولي او د هغوی لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي.
د سرپرست حکومت لوړ پوړو چارواکو په کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/