کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په مشرۍ د قوش تېپې کانال، له شاوخوا ځمکو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ یوه غونډه کړې.
د راپور پر بنسټ، په دې غونډه کې چې موخه یې د یاد کانال له شاوخوا ځمکې څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره طرحه جوړول وو، د ځینو وزارتونو سرپرستو وزیرانو او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی وو.
د طرحې جوړولو په دې غونډه کې ګډونوالو د ځمکې د اجارې، د کانال په شاوخوا کې د اوبو او ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخستنې، د بوټو د کرلو په اړه د څېړنې او پر خاورې او اقلیم د څېړنې په اړه خبرې – اترې وکړې.
راپور زیاتوي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو یوې کمېټې ته دنده سپارلې، چې پر دې موضوع کار وکړي او د اړتیا په صورت کې سیمې ته انجنیران هم واستوي، څو په ګډه پرې کار ترسره شي.
د یاد وزارت چارواکو د قوش تېپې کانال پروژه د هېواد له ملي پانګو څخه بللې او ویلي دي چې دوی به ورته منظم پلان جوړ کړي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/