روان ټاکنیز بهیر او د رسنیو ونډه!

 

راپور: نعمت الله عزیزی

په افغانستان کې د ټاکنو روان بهیر له جدی ستونزو سره مخ دی د ملی یووالی حکومت د مشرانو له اختلاف را نیولې، بیا خلکو ته د لازم پوهاوی نه ورکړې، د ثبت نام د بڼې ستونزې، د ټاکنو په کمیسیون کې داخلی اختلافات او په ټوله کې د ټاکنو پر پروسه د خلکو بې باوره کېدل دا ملی پروسه له جدی ګواښ سره مخ کړې ده.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د موضوع ارزښت ته په کتو د (روان ټاکنیز بهیر او د رسنیو ونډې) تر سرلیک لاندې د غویی په ۲۴ مه نېټه علمی بحث جوړ کړ، چې په دغه بحث کې دریو ویناوالو د یادې موضوع په بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

د پوهنتون استاذ او د چارو شنونکی نصیر احمد نویدی خلکو ته د اغېزمنو نوماندانو په ور پېژندنه کې د رسنیو د رول په هکله خبرې وکړې او په وینا یې رسنۍ خلکو ته د وړ او ښو نوماندانو په ورپېژندنه کې اغېزمن رول لرلای شی.

ښاغلی نویدی زیاته کړه چې باید رسنۍ د ټاکنو سره مسلکی برخورد ولری، تر ډېره په خپلو پروګرامونو کې نویو څېرو او ځوانانو ته وخت ورکړی او په دې برخه کې خپل هڅوونکی رول ولوبوی.

د چارو دې شنونکی همدارنګه ټېنګار وکړ چې باید خلک هغو نوماندانو ته رایې ورکړی چې دینی او ملی ارزښتونو ته ژمن وی، د هېواد په سیاست پوه او با خبر وی او د قانون جوړونې په هکله لازمه وړتیا ولری.

لیکوال او ژورنالیست وحید مژده د دې علمی بحث دوهم ویناوال ؤ چې د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوی په برخه کې یې د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړې او په ټولنه کې یې د افکارو او اندونو په تغییر او تبدیل کې د رسنیو پر اغېز رڼا واچوله، خو زیاته یې کړله چې اوس مهال خلک پر ټاکنو سخت بې باوره دی او رسنۍ هم آن د اطلاع رسونې په برخه کې هم له جدی ننګونو سره مخ دی.

ښاغلی مژده په رسنیو سختې نیوکې وکړې چې ګواکې د پردیو له خوا پالیسی ورکول کېږی او د دې پر ځای چې له موضوعاتو سره مسلکی برخورد وکړی په پروژه ای ډول خپل کارونه پر مخ وړی.

دغه افغان ژورنالیست ټېنګار کوی چې باید رسنۍ پر دولت فشار راوړی چې د ټاکنو د پروسې په هکله خلکو ته لازم معلومات ورکړی او هغه د پوښتنې وړ برخې خلکو ته روښانه شی چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې خنډ دی. ښاغلی مژده د هېواد امنیتی وضعیت ته، د حکومت په داخل کې د نظرونو اختلاف او د ټاکنو د پروسې نیمګړتیاوو ته په کتو سره ډاډه نه ښکاری چې ټاکنې د سراسری او رڼې ترسره شی.

د کابل پرس کلب مشر او  ژورنالیست عزیز احمد تسل درېیم ویناوال ؤ چې د ټاکنو په روڼوالی کې یې د رسنیو پر رول خبرې وکړې او په وینا یې تر ډېره اوس مهال رسنۍ په بې طرفۍ سره کار نه کوی، لازم استقلالیت نه لری او پالیسی یې تر ډېره د تمویلوونکو نظرونه دی چې دا بیا په ټولنه کې غبرګونونه زېږوی.

ښاغلی تسل ټېنګار وکړ په داسې حال کې چې رسنۍ د ځینو خلکو له خوا د ځان په ګټه کارول کېږی نو په کار ده چې په خبریالانو باندې کار وشی او ژمن خلک وروزل شی چې دا بیا کېدای شی رسنۍ په کرار کرار د ښه والی پر لور بوزی او هغه مهال کېدای شی په ټاکنو کې خپل مثبت رول ولوبوی.

د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې ګډونوالو د موضوع د بېلابېلو برخو په هکله خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړلې او د ویناوالو له خوا ځوابونه ورکړل شو.

دغه علمی بحث چې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو په دفتر کې جوړ شوی ؤ، د ګډونوالو له خوا وستایل شو او د ګهیځ له ادارې یې د دا ډول بحثونو د دوام غوښتنه وکړه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.