کابل-ګهیځ نیوز( د جدي ۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې له تېرې یوې میاشتې را هیسې د پلازمېنې کابل هوا د پخوا په پرتله ډېره ککړه شوې ده.
د راپور پر بنسټ، د دې ادارې مسوولینو ویلي، د برېښنا نشتوالی، د بې کېفیته سکرو ډبر کارول او د پلاستیک سوځول هغه څه دي، چې د کابل هوا د ککړتیا لامل شوي دي.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم خبر ورکړی، چې هېواد کې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو ټولو هغو د استونګنې او سوداګریزو ودانیو خاوندانو ته خبرداری ورکړی، چې که چېرې دوی په خپلو ودانیو کې د هوا پاکولو وسایل یا فلټرونه ونه لري، نو ورسره به قانوني چلند وشي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/