کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ ملی لوبډله به نن د ورځې لس نیمې بجې شارجه لوبغالی کې له متحده عربی اماراتو سره لومړۍ ۵۰ اوریزه تمریناتی لوبه ترسره کړی.
د خبر پر بنسټ، دواړه لوبډلې به لومړۍ دوه ۵۰ اوریزې لوبې تمریناتی او ورپسې به خپلو منځونو کې درې رسمی شل اوریزه لوبې ترسره کړی.
دا لوبې چې نن پیلیږی، د جنورۍ تر دوهمې نېټې به دوام وکړی.
افغان کرکټ لوبډلې ویلی، ترسره کېدونکو لوبو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ