اوچا وایی، روان ژمی به ۱۶ میلیونه افغانانو ته بشری مرستې ورسوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی ۴مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان د بشری مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) مرستیال محمد خاطر زید، ‎پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړې ده.

د خبر پر بنسټ په دې لیدنه کې نوموړی ویلی، چې اوچا به په خپل ژمنی پلان کې افغانستان کې له ۱۶ میلیون وګړو سره بشری مرستې ترسره کړی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مسوولینو په وینا  دغو مرستو کې خوراکی توکی، ژمنۍ جامې، کمبلې، د سونګ توکی او روغتیایی مرستې شاملې دی.

اوچا په داسې مهال د ژمی په رارسېدو سره افغانانو ته د مرستې رسولو ژمنه کوی، چې هېواد کې د هوا په سړېدو سره د ډېری بې وزلو خلکو ژوند سخت شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.