ریاست الوزرا اداری د مرستیال کابل کې د جاپان له سفیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د ریاست‌الوزرا اداری مرستیال کابل کې د جاپان له سفیر، د دې هېواد د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخوانی استازی سره لیدلی دی.

د راپور پر بنسټ په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچی یاماموتو ویلی، چې نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړیکو لا پیاوړتیا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده او جاپان تیار دی، چې دې برخه کې همکاری وکړی.

د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رییس بیا ویلی، چې په افغانستان کې د سرتاسری امنیت تامین د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبو لګونې او نورو برخو کې یاد بنسټ خپل فعالیتونه پیل کړی.

په ورته مهال اداری مرستیال هم ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت غواړی له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نیکې او ښې اړیکې ولری.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.