۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې ۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې او افغانستان ته راستانه شول.

د راپور پر بنسټ دغه ‏۱۵ تنه افغان بندیان د کوټې له زندانونو خوشې شوی دی.

د یاد وزارت په خبره، ‏د سپین بولدک سرحدی امریت د اطلاعاتو له مخې دغه کسان د قانونی اسنادو د نه لرلو له امله بندیان شوی وو.

د مسوولینو په وینا یاد بندیان له راستنېدو ‏سره سم د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.