سالنګ کې د نوی تونل د جوړولو هڅې پیل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت چارواکو ویلی، چې د هېواد په اقتصادی وده کې د سالنګ لویې لارې اهمیت ته په کتو، پر دغې لویې لارې د نوی تونل د جوړولو لپاره هڅې روانې دی.

د سرپرست حکومت ویاند د سالنګ تونل د مسافر وړونکو او سوداګریزو موټرونو د تګ – راتګ لپاره بسندوی نه‌ ګڼی او زیاتوی، چې د ژمی له را رسېدو سره په دې لویه لار کې ستونزې لا زیاتیږی.

یو شمېر چینایی انجینران چې د سالنګ د تونلونو د جوړولو په برخه کې کار کوی، د پروان د والی له مرستیال سره په کتنه کې ویلی، چې د سالنګ د دوهم تونل پروژې سروې روانه ده.

څو ورځې وړاندې د رییس الوزرا اقتصادی معاونیت هم اعلان کړی و، چې د امکاناتو له برابرېدو سره به د سالنګ پر دوهم تونل هم چارې پیل کړی

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.