اسراییل وایی، غزه کې ورته د جګړې د اهدافو ترلاسه کول تر پخوا سخت شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو د اسراییلی اشغالګرو د پوځ لوی درستیز “هیرتسی هلوی” له قوله ویلی، چې غزه کې ورته اهدافو ترلاسه کول د پخوا په پرتله سخت شوی دی.

د رسنیو په خبره نوموړی  خبرداری ورکړی، چې په غزه کې به یې روانه جګړه ډېرې نورې میاشتې هم ونیسی.

د اسوشیتید پرېس خبری اژانس د راپور له مخې اسراییلی اشغالګر دې وروستیو کې په ښاری سیمو، د غزې په شمالی برخه او په جنوبی ښارګوټی خان یونس کې له سخت مقاومت او جګړې سره مخ شوی دی.

د اسراییلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو هم خبرداری ورکړی، چې د جګړې پای ته رسېدل ډېر لرې دی.

غزه کې د اوربند لپاره نړیوال فشارونه هم زیات شوی او امریکا هم له اسراییلو د ولسی وګړو د مرګ – ژوبلې د مخنیوی غوښتنه کړې.

حـ.ـماس جنګیالیو هم په تازه څرګندونو کې ګواښ کړی، چې په ټول توان به د اشغالګرو اسراییلی پوځیانو یرغل وځپی

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.