کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۸ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د زېږدیز کال تر وروستۍ پورې د دغه هېواد د حکومت لخوا څلور لکه ۶۰ زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه وېستلي دي.
د راپور پر بنسټ، یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د وېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به وباسي.
له دې سره په دغو وېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته، چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم ترلاسه کړي وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/