کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ عمومی ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې په سپینو عریضو یا افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلوی.
د خبر پر بنسټ، د پاسپورټ عمومی ریاست مشر ویلی، چې دوی به په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش دغه لړۍ د روانې مرغومې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پیل کړی.
نوموړی همدغه راز زیاته کړې، چې تر دې وړاندې په انلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده، وار ورته نه رسېده، نو ځکه یې غوره بللې چې دا پرېکړه وکړی.
د پاسپورټ عمومی ریاست رییس همدا راز ویلی، چې دا بهیر یوازې په کابل کې پیلیږی او په خبره یې که چیرته یې پایله سمه وه؛ نو بیا به یې په ولایتونو کې هم پیل کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ