معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې کړې

تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۰ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد کمېسیون په ناسته کې پر ۲۷ پروژو بحث شوی، چې له ډلې یې د ۲۴ هغو تړونونه منظور شوي دي.

منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي.

په منظور شویو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسولو، د چټکو انټرنټي خدمتونو رسولو او نورې پروژې شاملې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس