کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان په مالی لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ موسسې په مرکزی بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادی دېوال او د اوبو د کوچینو دهنو درې پروژې بشپړې کړې دی.
د راپور پر بنسټ، د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدی ویلی، چې د دې ولایت په مرکزی بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال سازمان په مالی ملاتړ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ مؤسسې د درې پروژو په چوکاټ کې ۲۲۶۰ متره استنادی دېوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړی دی
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ