د ډبرو سکرو عواید د قوشتېپې پر کانال لګول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۳ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی پراختیا شرکت مسوولینو ویلی، چې د سرپل بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو پیسې به د قوش‌ تیپې پر کانال ولګول شی.

د خبر پر بنسټ د یاد شرکت مسوولینو زیاته کړې، دغه اداره هڅه کوی چې د بلخاب د ډبرو سکرو د حوزې د کېندنې، را ایستنې او بارولو کار ته پراختیا ورکړی او په راتلونکی کې د دغه کار لپاره لا زیات مسلکی کارګر وګماری.

د مسوولینو په وینا دمګړۍ د ملی پراختیایی شرکت له لوری په دغه سیمه کې د سړک جوړونې کار هم دوام لری، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

‎مالیې وزارت بیا وایی، چې د سرپرست حکومت د بودیجې یوه برخه د ډبرو سکرو د کانونو له را ایستنې او صادراتو تمویلیږی.

د وروستیو اطلاعاتو پر اساس  د سرپل د بلخاب ولسوالۍ غرونه نږدې یو نیم میلیارد ټنه ډبرو سکاره لری.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.