په ختیځ زون کې د ګهیځ ټولنې پخوانی استازی جاوید ذاکری
ژورنالیزم هغه پاک مسلک دی چې د ټولنې وګړی د ټولنې له ناویلو خبروی او د هېواد د ژوندی ساتلو دنده په غاړه لری؛ که رښتیا ځیر شو نو ژورنالیستان د یو هېواد غوږونه، سترګې او خوله دی. که یو هېواد ژورنالیستان ونه لری نو په حقیقت کې دا هېواد ګونګ، ړوند او کوڼ دی. ځکه خو اوسنۍ نړۍ رسنۍ د یو هېواد څلورمه قوه منی.
ژورنالیست د ټولنې سترګې دی.
ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې خوالې او ناخوالې اخلی او د ټولنې وګړی خبروی او قضاوت همدوی ته پرېږدی.
ژورنالیست هغه څوک دی چې د ټولنې په ذهنیت کار کوی؛ مثبت او منفی لوری ور ښایی.
ژورنالیست هغه څوک دی چې د یوې ټولنې د رهبرۍ په ټاکلو کې په پوره پیمانه ونډه لری.
ژورنالیست هغه څوک دی چې له سرتېری وړاندې د جنګ په ډګر کې روان وی او د سرتېرو د مېړانې انځور ټولنې ته ښایی.
ژورنالیست هغه څوک دی چې د اختر، محرم، لومړۍ روژه، او حتا خپله د ژورنالیست په ورځ هم وزګار نه وی، کمره په اوږه مایک په لاس ټولنې ته عکس او خبر ورکوی.
ژورنالیست هغه څوک دی چې باد، طوفان، باران،ګرمی او ساړه نه ګوری، خو دې ته ګوری چې باید زما ټولنه په هر حالت کې له خپل هېواد او نړۍ خبره وی.
ژورنالیست هغه څوک دی چې سهار تا ته بد یا ښه خبر په رښتیا، دقیق او ژورنالیستیکو اصولو برابر وړاندې کوی چې بیا ستا په زړه کې ځای نیسی. ژورنالیست یو آزاد فکر لرونکی، خپلواک، مسلکی، دینی، کلتوری او ټولنیزو اصولو ته ژمن انسان دی او تل پورته ارزښتونو ته په کتو سره د ټولنې د خدمت ویاړ لری.
ژورنالیست یو پلورنکی دی خو هغه پلورنکی چې هېڅکله له خپلو پېرېدونکو سره بې مسؤولیته خبرې نه شی کولای. ژورنالیست هغه څوک دى چې له ژورنالیستیکی اصولو څخه د بشپړې خبرتیا پر بنسټ خبرونه او رپوټونه چمتو کوی او اورېدونکو ته یې وړاندې کوی، نه دا چې اوتی بوتی وغږوی او داسې فکر وکړی چې هر څه وایی سم دی او خلک نه پوهېږی. دا به سم قضاوت نه وی چې تاسو ټولو خلکو ته په سپکه سترګه وګورئ او ټول تر ځان کښته وبولئ.
یو ژورنالیست باید یاد ولری چې د دوی له خولې را وتونکې خبرې مستقیماً د اورېدونکو په ذهن او فکر اغېز لری، یو خبر د یو انسان ژوند بدلولای شی. مسلکی ژورنالیست تل د ژورنالېزم اخلاقو ته په کتو سره په ټولنه کې ژوند کوی او خبر جوړوی؛ هغوی چې د ژورنالېزم اخلاق په نظر کې نه نیسی او خبر جوړوی په حقیقت کې له دې خاورې او دې ملت سره جفا کوی.
بله مهمه موضوع چې غواړم دلته ورته اشاره وکړم دا ده چې ویاند او ژورنالیست سره توپیر لری، دلته ویاند او پرزنټر ته هم ژورنالیست ویل کېږی، هغوی چې ټوله ورځ د خلکو د خوښې وړ سندرې خپروی او یا د خوړو په اړه خبرې کوی ځان ته ژورنالیست وایی چې دا د ژورنالېزم د مسلک سره سپینه جفا ده. په دې هیله چې د هېواد ټولې رسنۍ مو دینی، ملی او کلتوری حدودو ته په ژمنو مسلکی ژورنالیستانو مالامال شی.
گهیځ