معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ترکمنستان سره تېر کال د ۴۸۱ میلیونه ډالرو سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې

له ترکمنستان سره تېر کال د ۴۸۱ میلیونه ډالرو سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۴۸۱ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه -.ورکړه شوې ده.

د خبر پر بنسټ،.د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې له دې منځه ۴۷۷ میلیون ډالره یې واردات او پاتې نور یې صادرات دي.

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تل یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې مثبت لید لرلی دی.

د یادې خونې غړي خانجان الکوزی ويلي، د ترکمنستان له لوري افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې برخه کې ستونزو ته په اشارې وايي، له دې ننګونو سره – سره د تورغونډۍ او آقینې بندرونه د افغانستان او ترکمنستان له مهمو بندرونو ګڼل کیږي، چې هره ورځ د دواړو هېوادونو سوداګریز او ټرانزیټي توکي ورباندې لېږدول کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس