کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولین د تېر کال په پرتله په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د کچې له کموالی خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ، د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولینو ویلی، چې په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا کچه د تېرو کلونو په پرتله په هر متر مکعب کې له ۵ سوه ملی مایکرونو ۲ سوه ملی مایکرونو ته راکمه شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د چاپېریال د ککړتیا د تنظیم او کنټرول مسؤول وایی، د هوا د ککړتیا د زیاتوالی له امله د ځینو پروژو ځنډېدل منفی اغېزې پرېباسی او د دې ننګونې د له منځه وړلو لپاره باید د چاپېریال ساتنې مسله د سرپرست حکومت په لومړیتوبونو کې ځای شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ