معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د پیل شویو بریدونو ۱۰۸ ورځې وشوې

پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د پیل شویو بریدونو ۱۰۸ ورځې وشوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲  مه نېټه):

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت په غزه کې د روانو جګړو له امله د اوښتې مرګ – ژوبلې په اړه په خپور شوي تاره راپور کې ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله په غزې تړانګه کې ۱۷۸ تنه شهیدان شوي او ۲۹۳ نور ټپیان دي.

په ورته مهال العربیه خبري شبکې ویلې، چې اسراییلي لوري په غزې تړانګه کې د خپل یو لوړ پوړي پوځي د وژلو خبر ورکړی دی.

په غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د ړندو بمباریو نن ۱۰۸ ورځې پوره شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه کم ۲۵ زره ملکي فلسطینیان شهیدان او تر ۷۰ زرو ډېر نور ټپیان دي.

تازه سعودي عربستان یو ځل بیا په غزې تړانګه د اسراییلو د یرغل مخالفت کړی او له هر څه وړاندې یې په سیمه کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس