معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هېواد کې ۹۰ ولسوالۍ د روغتونونو له شتونه بې برخې دي

هېواد کې ۹۰ ولسوالۍ د روغتونونو له شتونه بې برخې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، چې په ټول هېواد کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د روغتیايي کار کوونکو کموالی یوه جدي ستونزه ده.
د خبر پر بنسټ، د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، د هېواد په ۹۰ ولسوالیو کې روغتونونه نشته او په هېواد کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۴۵ زره بسترونو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې، که څه هم د سرطان د درملنې په برخه کې ستونزې شته، خو زیاتوي چې افغانستان د راډيو ټرافۍ لپاره نړیوال جواز ته اړتیا لري.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ماشومانو خوارځواکۍ په اړه ويلي، چې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د ناروغۍ له زیاتوالي سره – سره دا ناروغي هېواد کې په سمه توګه کنټرول شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس