بدخشان کې پنځه مخابراتی سایټونه جوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت مسؤولینو خبر ورکړی، چې د بدخشان ولایت په ګڼو ولسوالیو کې مخابراتی او انټرنټی خدمتونو ته د لاسرسی په موخه پنځه مخابراتی سایټونه جوړ شوی دی.

د خبر پر بنسټ، دغه مخابراتی سایټونه د بدخشان په مرکز او د دغه ولایت په وردوج، یفتل، شغنان ولسوالیو او همدارنګه د کوچنی پامیر او لوی پامیر سیمو کې د مخابراتی ستونزو د حل او خلکو ته د باکېفیته انټرنټی او مکالماتی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی دی.

خبر زیاتوی، د یاد ولایت په درایم، وردوج، نیشکان، یاوان او خواهان ولسوالیو کې یو شمېر غیر فعال مخابراتی سایټونه بیا رغول شوی، چې اوس په عادی ډول خلکو ته مخابراتی او انټرنټی خدمتونه وړاندې کوی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.