معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کانونو وزارت د آزادې داوطلبۍ له لارې د آمو سیند نفتي حوزو ۶۰ زره ټنه نفت وپلورل

کانونو وزارت د آزادې داوطلبۍ له لارې د آمو سیند نفتي حوزو ۶۰ زره ټنه نفت وپلورل

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کانونو او پټرولیم وزارت د آزادې داوطلبۍ له لارې د پروسېس په موخه د آمو سیند نفتي حوزې د ۶۰ زره ټنه نفتو د پلور خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، دغه اندازه تېل چې ټولیز ارزښت یې ۲۵.۵ میلیونه ډالره کیږي، د پروسېس په موخه یوه کورني شرکت باندې پلورل شوي دي.

 دا مهال د هېواد په آمو نفتي حوزه کې د نفتو د استخراج ۱۸ کړۍ څاګانو څخه په ورځ کې ۱۱ سوه ټنه نفت استخراجیږي.

د یادونې وړ ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت دوه ورځې وړاندې په دې حوزه کې د ۲۴کړۍ نویو څاګانو د کېندلو خبر هم ورکړ، چې په دې سره هېواد کې د نفتو ورځنی استخراج ۲زره ټنو ته ورسېد.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس