معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د یو – یو چک ډیم د جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د یو – یو چک ډیم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د ۶۶ میليونه افغانیو په لګښت د اوبو ۲۲ چکډیمونه جوړیږي.

د خبر پر بنسټ، د یادو چک ډیمونو د جوړولو چارې تېره ورځ رسماً له کوټ ولسوالۍ څخه پیل شوې.

د ننګرهار کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغو بندونو د جوړېدو لګښت دوی له خپلې داخلي بودیجې څخه ورکوي.

د مسوولینو په وینا د دغو بندونو د جوړولو موخه د باراني اوبو زېرمه کول دي، چې له یوې خوا به کروندو ته اوبه برابرې شي او له بل پلوه به د ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخه ونیول شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس