کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون وایي، چې د کمېسیون د کار له پیله تر دې مهاله ۷۷۷ تنو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.
د خبر پر بنسټ، د یاد کمېسیون مسوولینو زیاته کړې، له دې ډلې ۶۹۲ کسان له بهر څخه هېواد ته راغلي او ۸۵ تنو ته په کور دننه د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي دي.
دغه کمېسیون وایي، سلګونو کسانو هېواد ته د راتګ فورمې ترلاسه کړې او لسګونو نورو کسانو هېواد ته د راتګ لپاره اړیکه ورسره کړې ده.
له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د معلوماتو له مخې هېواد ته په راغلو کسانو کې د تېرې حکومت وزیران، وکیلان، مشاورین، رییسان، معینان، ملي سوداګر او نظامي چارواکي شامل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/