کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د داوطلبۍ په ۱۳مه دوره کې یوه ملی سوداګر د ۲۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۸۶۷ قیراطه زمرد پېرلی دی.
د خبر پر بنسټ، دغه لیلام د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو ادارو د رییسانو او سوداګرو په شتون کې د دغه ولایت په رسمی تالار کې ترسره شو.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په ۱۳ لیلامونو کې ۴۰ زره ۵۸۸ قیراط زمرد د ۳ ملیونو ۳۱۵ زره او۷۵۰ امریکایی ډالرو په ارزښت پلورل شوی دی.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست تر دې وړاندې هم د هېواد پر سوداګرو د ۷۴۳۰ قیراطه زمرد په ټولیزه بیه ۱۴۲ زره ډالرو باندې پلورلی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ