معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د باروړونکو موټرو نوبتي کېدو خصوصي سکټور له ستونزو سره مخ کړی

د باروړونکو موټرو نوبتي کېدو خصوصي سکټور له ستونزو سره مخ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خصوصي سکټور غړو ويلي، چې هېواد کې د باروړونکو موټرو د نوبت په رامنځته کېدو سره خصوصي سکټور په ځانګړي ډول تولیدوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

د خبر پر بنسټ، دوی زیاته کړې، چې په نوبت کې خصوصي سکټور ته د اړتیا وړ موټرو کمښت، د کرایې زیاتوالی او د توکو نه مصوونیت له امله یې چارې ستونزمنې شوې دي.

دوی د ترانسپورټ له وزارت څخه غواړي، چې د دې ستونزې په هواري کې دې ورسره همکاري وکړي.

د اوسپنې ویلي کولو فابریکو مسوولینو ويلي، که یې شته ستونزې هوارې نشي، نو کورني تولیدوونکي به خپل داخلي مارکېټ له لاسه ورکړي.

دوی زیاتوي چې ستونزې یې له مسوولینو سره شریکې کړي او هیله ښيي چې د ترانسپورټ یادې ستونزې یې هوارې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس